د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کرونا اخته ۱۳۱ کسان مړه شوي دي. د پاکستان د روغتیایي چارواکو په خبره، په همدې موده کې د کرونا ویروس ۵۱۱۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې هم دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې تر اوسه له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱۷ زره او ۸۱۱ ته رسېدلی دی. پاکستان کې د کرونا درېیمه څپه پیل شوې ده چې د دغه هېواد د عامو خلکو په ګډون یې دولتي چارواکي هم سخت اندېښمن کړي دي.
































