امریکایي سناتور جین شاهین د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال او یو شمېر مېرمنو سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او په وینا یې اوسني وضعیت د تېرو شل کلونو لاس ته راوړنو ته جدي خطرونه متوجه کړي دي. جین شاهین وایي له طالبانو سره هوکړه د ټرمپ د ادارې تېروتنه وه خو دوی هڅه کوي د بایډن له ادارې سره د لاس ته راوړنو د ساتنې په تړاو پر اړینو تدابیرو خبرې وکړي. نوموړي افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې امریکایي سناتوران په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د مېرمنو حقونو او تېرو لاس ته راړونو د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
































