د بغلان ولایت امنیتي چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ ښار له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی دی او امنیتي ځواکونو له دغې سیمې څخه تکتیکي شاتګ کړی دی. د چارواکو په خبره، تازه دمې ځواکونه له هوایي ملاتړ سره د دغې ولسوالۍ په ښار کې ځای پر ځای شوي دي. په ورته وخت کې سرچینې وایي چې طالبانو تېره شپه له دوو لوریو څخه پر دغې ولسوالۍ برید کړی دی چې په پایله کې یې دوه مهمې او سترې پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې دي. افغان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































