د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اختر په ورځو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي. نوموړي ویلي طالبانو او د افغان حکومت مشرانو ته په کار ده چې د اوربند د دوام لپاره هڅه وکړي او همدا راز د سولې په دې روان بهیر کې جدي اقدامات ترسره کړي څو دلته روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي. هغه همدا راز زیاته کړې، چې طالب او حکومتي مشران باید د ولس پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي او د جګړې په ختمولو دې دوی ته له تاوتریخوالي او ترهګریزو پېښو لرې د ژوند زمینه برابره کړي.
































