طالبانو په نږدې ورځو کې په دوحه کې جدي مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی. طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبان د استانبول په غونډه کې ګډون ته تیار دي خو وایي چې وروستۍ پرېکړه باید په دوحه کې وشي. سرچینه همدا راز وایي چې طالبان به په نږدې ورځو کې له افغان حکومت سره په دوحه کې جدي مذاکرات پيل کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي تر اوږده ځنډ وروسته د اختر په دویمه په دوحه کې سره وکتل. هلته هم ټینګار شوی و چې تر اختر وروسته به بین الافغاني مذاکرات دوام کوي او دواړه لوري به د خبرو له لارې د جګړې پر پای ته رسېدو تمرکز کوي.












