د پکتيا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د پوهنې مسوولین په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو له کموالي څخه په نیوکې سره وايي، چې د يوې لېسې په ګډون د شپږو منځنيو او درې لومړنيو ښوونځيو د تدريس لپاره ۱۴ ښوونکي لري او ډېری زده کوونکي د ښوونکو د کمښت له امله له زده کړو بې برخې شوي دي. د ګردې څېړۍ ولسوالي د پوهنې مدير همايون ویلي چې په وار وار يې د ښوونکو د کمښت ستونزه د پکتیا ولایت له پوهنې رياست سره په ليکلې او شفاهي بڼه شريکه کړې، خو تراوسه يې د ستونزې د هواري لپاره کوم اقدام نه دی شوی. د دې ولسوالي ګڼ شمېر ماشومان به له زده کړو بېبرخې پاتې شي. د پکتيا د پوهنې ریيس کوچی ځاځی وايي، په ټول پکتیا ولایت کې ۲۵۰۰ ښوونکي کم دي او په دې اړه يې له مرکزي ادارې سره خپلې ستونزې شريکې کړې دي.












