د بشري حقونو په برخه کې فعالو نړیوالو ادارو او بنسټونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو ژوند له خطر سره مخ دی. ګڼو بنسټونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو بې قید او شرطه وتل به دغه فعالینو ته خطرونه لا ډېر کړي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. دوی پر ناټو، امریکا، اروپايي ټولنې او برېتانیا غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالینو او خبریالانو د امنیت د تامین لپاره اړین تدابیر خپل کړي. سرچینې ویلي چې د سولې په پروسه کې باید ددغه کسانو خوندیتوب مهم شرط وي. بلخوا د بښنې نړیوالې ادارې بیا ویلي چې په وروستیو څو میاشتو کې د جګړو له امله په افغانستان کې د بشري حقونو شاوخوا ۱۷ فعالین وژل شوي چې له دې ډلې نهه یې خبریالان دي.
































