چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين به د کرونا وبا تر کنټرول وروسته له نړيوالې ټولنې سره د موزيم چارو همکاري پياوړې کړي

لیکنه: هیله؛ د چین مډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 20, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين به د کرونا وبا تر کنټرول وروسته له نړيوالې ټولنې سره د موزيم چارو همکاري پياوړې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

     د مې ۱۸مه نېټه د موزيم له ۴۵مې نړيوالې ورځې سره برابره وه، سږ کال دغه ورځ د موزيم راتلونکې تر عنوان لاندې و نماځل شوه چې د موزيم چارو بېرته عادي کېدل او بياجوړونه په بېر کې نيسي.

 دغه عنوان له تېر کال راهيسې د کرونا وبا په نړۍ کې د ګړندي خپرېدو په حال کې وړاندې شو، له دغه وبا سره د مقابلې په چاپېريال کې موزيمونه بايد په کومه لاره ستونزې ليرې کړي، په وخت د خپل توان او د پرمختګ لوری تنظيم کړي او د پرمختګ نوې بڼه او نوې لايحه پيدا کړي، دا د ګردې نړۍ د موزيمونو پرمخ ګډه مسئله ده.

   د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان د يو تازه راپور له مخې، تېر کال د کرونا وبا د منفې اغېزې له امله په ګرده نړۍ کې ټول موزيمونه په منځنۍ توګه د ۱۵۰ ورځو لپاره وتړل شول او له يې عايدات له ۴۰٪ – ۶۰٪ پورې کم شول. سربېره پر دې، د يونيسکو سازمان او د موزيم نړيوالې ټولنې تېر کال دوه څېړنيز راپورونه خپاره کړي چې د کرونا وبا د منفي اغېزې له امله په نړۍ کې نږدې ۹۰٪ موزيمونه د مختلفو وختونو لپاره وتړل شول. د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې د يوې شمېرنې له مخې، ۶٪ موزيمونه  به په دايمي توګه وتړل شي.

د خوشحالۍ وړ خبر دا دی چې تېر کال چين کې د موزيمونو د تړلو وخت له ۳۰ ورځې کم و او د ماليې عايدات يې د وبا له امله نه دي خراب شوي. د چين د هنري اثارو رياست مرستيال ګوان چيانګ وويل، په داسې حال کې چې د کرونا ضد نړيواله مبارزه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، د موزيم چارو په اړه نړيوالې همکارۍ ډېرې مهمې دي، له دې لارې به د مختلفو تمدنونو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې وهڅول شي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به فعال رول ولوبوي. د چين موزيمونه بايد په سيستماتيک ډول هغه کلتوري او هنري سرچينې چې کلتوري عادتونه، هنري ارزښت او نړيوال اهميت لري، تنظيمولو، څېړلو، نندارې ته وړاندې او خپرې کړي، چې دغه هنري اثار او ميراثونو ته بيا حياتي ځواک برابرېږي او په نړۍ کې د چين ملي کلتور به لا زياته اغېزه ولري.

د يادولو وړ ده چې د چين او افغانستان د موزيمونو ترمنځ په همکارۍ کې هم برياليتوب تر لاسه شوی دی. که څه هم افغانستان له لسګونو راهيسې په جګړه کې پاتې شو او په دې هېواد کې ډېر هنري ميراثونه په جګړه کې ويجاړ شوي، خو افغانانو د خپل هنري ميراثونو د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي. له جګړې څخه د دغو ميراثونو د ساتلو لپاره افغان حکومت له يو لړ هېوادونو څخه وغوښتل چې افغان لرغوني آثار د خپلو هېوادونو په موزيمونو کې نندارې ته وښودل شي. د ۲۰۱۷ کال له مارچ مياشتې څخه د ۲۰۱۹ کال تر مې مياشتې پورې د افغانستان دغه ميراث د چين د بېجينګ، جن جو، چنګ دو او نان جينګ ښارونو په موزيمونو کې په ګرځنده توګه نندارې ته ښودل شوي او د دغو نندارو له لارې د افغانستان په اړه د چينايانو پېژندنه زياته شوې ده. د چين اړوندو ارګانونو په دې ترڅ کې د ميراثونو د ليږلو، د امنيت تضمين او د نندارې د ترتيب په برخو کې ډېر اغېزمن تدبيرونه نيولي دي. ويل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه همکارۍ د انسان د کلتوري عادتونو د خپرېدا لپاره يوه ستر اهميت لرونکې نمونه ده.

ښاغلي ګوان چيانګ دې ته اشاره وکړه چې په نوې زمانه کې د موزيمونو په نړيوالې همکارۍ  کې بايد د نوي ډول رسنيو په وسيله ترسره کېږي او د هنر او کلتور د خپرېدا لارې چارې لا پراخې شي. هغه وويل، اوس ډيجټلي او ځيرکې تکنالوژۍ ستر پرمختګ موندلی او له مختلفو رسنيو څخه استفاده هم د هنر او کلتور د خپرېدا لپاره نوې لار ده، موږ بايد په انلاين او افلاين ډول د هنر او کلتور د خپرېدو طريقې سره يو ځای وکاروو چې له مختلفو هېوادونو او سيمو سره په همکارۍ کې به لا د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شي.

Previous Post

واشنګټن ایګزماینر: د طالبانو خبرو ته نه، عمل ته یې باید پام وشي

Next Post

چین: د اقتصادي پروژو؛ د عملي کولو برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن یو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
چین: د اقتصادي پروژو؛ د عملي کولو برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن یو

چین: د اقتصادي پروژو؛ د عملي کولو برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن یو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فرانسه افغان حکومت ته: زموږ د اتباعو وژونکي طالب بندیان مه خوشي کوئ

فرانسه افغان حکومت ته: زموږ د اتباعو وژونکي طالب بندیان مه خوشي کوئ

اگست 16, 2020

وانګ يي د پاکستان له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره تلیفوني خبرې وکړې

مارچ 28, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved