د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي برخه کې په ناسم مدیریت تورن کړ او له دغه سازمان سره یې د ۵۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې د ځنډېدو پرېکړه وکړه د ټرمپ پر دې پرېکړې اروپايي هېوادونو روسیې، چین، ملګرو ملتونو او د نړۍ د نورو هېوادونو بېلابېلو هېوادونو استازو غبرګون ښودلی او پر امریکا یې نیوکه کړې چې په دې بحراني وضعیت کې چې د کرونا د مثتبو پېښو شمېر تر دوو میلیونو اوښتی د روغتیا نړیوال سازمان سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ځنډول یو ناسم اقدام دی. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسیت مسوول د ټرمپ پر دې تصمیم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د امریکا دا اقدام د توجې لپاره هېڅ دلیل نه لري. په ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم ویلي، اوس د دې وخت نه دی چې د روغتیا نړیوال سازمان یا د کومې بلې ادارې چې د کرونا وبا سره په مبارزه بوخته ده منابع راکمې شي.
































