پر تورخم د تګ راتګ بندیزونه تر ناڅرګندې نېټې وغځول شول. پاکستاني چارواکو پر تورخم باندې محدودیتونه د مې له پنځمې تر ۲۰مې پلان کړي و. د تورخم انتظامي چارواکي وایي، د کرونا وبا څار ملي ادارې ورته لارښوونه کړې چې هلته لګېدلي محدودیتونه پر ځای وساتي. پاکستاني چارواکو ویلي په افغانستان کې ایسار پاکستاني وګړي چې په تورخم ورننوځي، نو د کرونا وبا ټسټ به یې کېږي، که مثبت وي نو بیا به د لواړګي په روغتون کې اته ورځې قرنطینېږي. د راپورونو له مخې پر تورخم به هره ورځ په پاسپورټ او ویزه لږترلږ ۱۰،۰۰۰ کسانو تګ راتګ کاوه، خو اوس چې دغه محدودیتونه لګېدلي، نو د خلکو په تګ راتګ کې ورسره ډېر کمی راغلی دی.
































