د راپورونو له مخې مصري مرکچیان همدا اوس له دواړو لورو سره په خبرو بوخت دي څو اوربند یقیني کړي او له زیانمنو شوو سره د مرستو لړۍ چټکه شي. راپورونه وایي چې په بشري مرستو ځینې بار موټرونه غزې ته رسېدلي دي. ددې تر څنګ نړیوالې ټولنې او قطر هم ویلي چې خپلې بشري مرستې به ډېرې کړي. بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی وو چې د جګړو له امله رامنځ ته شوې ورانۍ به جوړوي او په بیا رغونه کې به مرسته کوي.
































