له کمبوډيا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په څنډه کې، په کمبوډيا کې «د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسيکې کيسې» پروګرام د خپرېدو مراسم د اپريل په ۱۷مه نېټه په پنوم پن کې تر سره شوي.
د کمبوډيان ولسي ګوند رئيس او د دغه هېواد د سنا مجلس مشر هون سن د نوموړي پروګرام د خپرېدو په مناسبت دغه فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی. د کمبوډيا او چين د سياسي، اقتصادي، تعليمي او رسنيزو برخو مشهورو شخصيتونو په شمول ۲۰۰ مېلمنو په دغه فعاليت کې ګډون کړی دی.
هونګ سن په پيغام کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د پاملرنې او هڅونې په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تاريخ بې ساري ښې مرحلې ته داخلې شوي دي. ده هيله ښودلې، چې د چين مېډيا ګروپ له خوا جوړ شوی پروګرام «د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسيکې کيسې» د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري تفاهم د پياوړتيا لپاره دايمي او قوي ځواک برابر کړي.

د چين د مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دغه فعاليت کې وينا کړې او له نورو مېلمنو سره يې د نوموړي پروګرام د خپرېدو پيل اعلان کړی دی.












