د امریکا په نیوجرسي ایالت کې په یوه وسله واله پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سپوټنیک اژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو وسله وال کس په یوه کورنۍ میلمستیا کې پر ګډونوالو د ټوپک خوله راواړوله او په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول. چارواکي وایي چې په ټپيانو کې د دوو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. پولیسو ویلي چې بریدګر له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. بلخوا سي ان ان بیا ویلي چې بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلی دی او پولیسو هم د تل په څېر د پېښې د پلټنې خبره کړې ده.
































