چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

تلاش افغان ها برای صلح

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 26, 2021
in کتاب
0
تلاش افغان ها برای صلح
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د افغانستان د کړکېچ تاریخ لسیزو ته ورسېد، دغو اوږدو شخړو او جګړو د دې هیواد خلک له ډېرو بدمرغیو سره مخ کړل. د مرګونو، مهاجرتونو، ورانیو او ستونزو فهرست لوړ دی. په دغو لسیزو کې سره له دې چې د جنګ لوبغاړي وخت په وخت بدل شوي دي، خو عوامل او د جګړې لپاره د حل لارې یې سره په یوه مجموعه کې د مطالعې وړ دي.

د دې په څنګ کې چې د افغانستان د دې اوږدې جګړې لمبې د دې هیواد مادي او معنوي شتمۍ له منځه وړي او هره ورځ ولس ته د وینو په بیه تمامېږي، خو په همدغو کلونو کې د دې جګړې عوامل څېړل او د سولې د راتګ موضوع د هیواد په داخل او بهر کې د بحث توده موضوع هم ده، په دې اړه بحثونه او تحلیلونه ښايي متفاوت هم وي؛ خو هر یو بحث د دې کړکېچ په اړه یوه رڼا اچوي.

د هیواد د نورو اړخونو اقتصاد، اوبو، کرنې او نورو په اړه ډېر څه لیکل شوي دي؛ خو لا هم د دې جنګ ځپلي ملت تر ټولو لویه هیله یانې سوله لا هم ورکه ده. د همدغه تر ټولو لویې هیلې په اړه له نن ۴۴ کاله مخکې ډاکتر نجیب الله او پوهاند کاکړ هم ډېر لیکونه لیکلي او یو او بل ته یې استولي وو. دا لیکونه نن هم موږ ته دومره مهم دي لکه هغه وخت چې مهم وو.

د دې لیکونو یو مهم ارزښت دا دی، چې موږ ته د نن او سبا لپاره د تاریخي درس په توګه پاتې کېږي. د سولې بېلابېلې طرحې حتی د ملګرو ملتونو له جدي ملاتړ سره سره ولې ناکامې شوې؟ وطن څنګه د نویو جګړو پر ډګر بدل شو؟ څنګه په یوویشتمه پېړۍ کې لا هم د افغان وینه توېیدنه بنده نه شوه، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د بشر حقونو ته تر هرڅه لومړیتوب ورکول کېږي؟

که دغه لیکونه په دقت ولوستل شي، دغو پوښتنو ته که بشپړ ځواب نه وي، ځینې ځوابونه ورکولای شي. د دغه کتاب د بیاکتونکي زرین انځور په خبره، ځکه یې په دغه وخت کې خپرېدل اړین وو. د کتاب تر ټولو ښه اړخ دا دی، چې د ځینو لیکونو په اړه یې له مهمو سیاستوالو سره خبرې شوې دي او یا هم ورته لېږل شوي او هغوی پرې تفصیلي خبرې کړې دي. د دغو تفصیلونو په رڼا کې د افغان سولې مسئله لا هم ښه روښانه کېدای شي.

د زرین انځور په خبره، د دغو ټولو او مختلفو نظرونو مطالعه موږ د افغانستان د اوږد کړکېچ په پېچلو اړخونو خبروي او په دقت سره مو داسې یوې پایلې ته رسولی شي، چې د سولې پر لور له حرکت کولو سره موږ باید له څومره لوړو ژورو تېر شو او بالاخره خپلې موخې ته ورسېږو.

په دغه کتاب کې ټول راغلي لیکونه هغه لیکونه دي، چې پرون هم سیاسي وو او نن هم د هیواد د سیاسي- نظامي وضعیت لپاره یو ښه درس دی او د سبا نسل ته به د تاریخ د ارزښتناکو پاڼو په توګه مهم پيغامونه ولري.

مینه‌وال کولای شي دغه کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

د اسټرالیا سفارت تړل کېدل او د ډیپلوماتیکې انزوا د خطر زنګ

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله سرتېري ځای پر ځای کوي

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله سرتېري ځای پر ځای کوي

جولای 6, 2021

شي جين پينګ د چين د ترافيک او پوهنې په اړه نړيوال مرکز ته د مبارکۍ پيغام لېږلی

اکتوبر 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved