سره له دې چې د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي خو د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي چې راتلونکې میاشت به د امریکا او روسیې ولسمشران په جینوا کې سره وګوري. په دې لیدنه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي. دده په وینا بايډن ددې غوښتونکی دی چې له روسیې سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې او تلپاتې اړیکې ولري. ټاکل شوې چې بایډن راتلونکې میاشت د ولسمشر په توګه تر ګومارل کېدو وروسته د خپل لومړني سفر لپاره برېتانیا ته لاړ شي او هلته د جي اووه هېوادونو په غونډه ګې ګډون وکړي. تر هغه وروسته بروکسل ته ځي او د ناټو له چارواکو سره به هم لیده کاته ولري.
































