امریکا له افغانستان د سرتېرو د وتلو له بهیر په بشپړه توګه ساتنه کوي. والسټرېټ ژورنال ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې د عربو په سمندر کې د الوتکو لېږدوونکې بېړیو ته د تیارسی امر کړی دی او تر څنګ یې په سیمه کې ګڼې نظامي بېړۍ هم فعالې دي او ټول بهیر په دقیقه توګه څاري. والسټرېټ ژورنال وایي ګڼ سرتېري، رادارونه، الوتکې او نظامي بېړۍ د هر ډول احتمالي خطر او ګواښ د ځواب لپاره تیاری لري او ټول اړین توکي فعال شوي دي. سرچینه کاږي چې په سیمه کې د امریکا سترې نظامي اډې هم د تیارسی په حال کې دي او په هغه کې بي ۵۲ الوتکې د هر ډول احتمالي خطر چټک ځواب ته تیارې دي. والسټرېټ ژورنال وایي چې د امریکا استخباراتي فعالیتونه هم په سیمه کې پياوړې دي او له ټولو مواردو دقیقه څارنه کوي. سرچینه همدا راز کاږي چې دغه اقداماتو ته په کتو ښایي چې تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شي.
































