د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۲۲۵۰۷۹۰ کسه په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې ۱۵۴۲۶۶ مړه شوي او ۵۷۱۱۴۹ بېرته ترې جوړ شوي دي. د مړینې او مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره په امریکا کې ده. تر دې دمه په دغه هېواد کې ۷۱۰۰۲۱ کسه په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۳۷۱۵۸ یې مړه کړي او ۶۰۵۱۰بېرته ترې جوړ شوي دي. په هسپانیه کې د اخته کسانو شمېر ۱۹۰۸۳۹ ته رسېدلی چې ۲۰۰۰۲ کسه یې تر دې دمه مړه کړي دي. ایټالیا کې ۱۷۲۴۳۴ کسه ورباندې اخته دي او ۲۲۷۴۵ کسه یې مړه کړي دي. فرانسه کې د مړو شمېر ۱۸۸۶۱ ته رسېدلی، برېتانیا کې ۱۴۵۷۶، ایران کې ۴۹۵۸ او ترکیه کې ۱۷۶۹ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.
































