چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د قلم ۱۸۰ بمبې

ليکوال: شي منګ؛ د چين ميډيا ګروپ خبريال/ ژباړونکې: زرينه؛ د چين ميډيا ګروپ خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 31, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د قلم ۱۸۰ بمبې

((د چين د جنوب لويديځ يون نان ولایت په يانګ بي ولسوالۍ کې زده کوونکي د زلزلې له امله له ټولګيو ميدانونو ته انتقال شوي او کانکور ته پر چمتوالي بوخت دي))

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې يوې مور په دې وروستيو ورځو کې پر ټولنيزو رسنيو د خپل زوی د ۱۸۰ بمبو انځور خپور کړی، چې د ليسې په درې لکنه دوره کې يې کارولي دي.

دغه انځور ما ته د جون مياشت راياده کړه. په چين کې جون مياشت د دوبي موسم سره برابره ده او هوا پکې معمولاً ډېره ګرمه وي، دغه مياشت د لېسې د دريېمې درجې د زده کوونکو لپاره ډېره مهمه ده، ځکه دوی د تېرو ۱۲ کلنو زده کړو ثمره ويني او د کانکور ازموينې کې ګډون کوي او داسې ښکاري، چې دوی د اوږده واټن منډه وهونکو په څېر د هدف پر لور په چټکۍ ځغلي.  ځيني زده کوونکي به پوهنتونونو ته بريالي شي او ځيني به ونه توانيږي، چې د برياليتوب نمبرې ترلاسه کړي، نو دوی د ژوند نورو لوريو ته ورګرځوي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

کانکور د ټولو زده کوونکو لپاره د ژوند د بدلولو اهميت لري. په چيني ژبه کې د ليسې زده کوونکي ته ”شوه شنګ“ او محصل ته ”دا شوه شنګ“ ويل کیږي. که دغو دوو ترکیبي نومونو ته وګورو، نو دواړه يو شان دي، یوازې په یوه نوم کې د ”دا“ کليمه زياته ده، چې د لوی معنا لري، خو د برياليو محصلينو لپاره بيا ډېرې ماناګانې لري، ځکه دوی په همدې وخت کې د ژوند له ډېرو نويو بدلونونو سره مخ کيږي.

د دغو ۱۸۰ بمبو په لیدو سره مې په ذهن کې د يوې کوچنۍ ولسوالۍ د يوه منځني ښوونځي زده کوونکي، چې په بدن سپينې جامې يې پر تن دي او د ميز تر څنګ څراغ ته په مطالعې بوخت دی، انځور وګرځيده. دغه ځوان هغه څه ليکي، چې نه يوازې د خپلو تېرو ۱۲ کلنو زده کړو، بلکې د خپل پخواني ژوند ښکارندويي هم پکې کوي او د راتلونکي هيلې پکې منعکسوي. په چين کې زیاتره ځوانان او منځني عمر لرونکي کسان دا تجربه کوي.

چينایان که په سمسورو ښارونو او يا په لرې پرتو کليو کې اوسي، زده کړو ته په درنه سترګه ګوري او تر وسې هڅې کوي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو ښه زمينه برابره کړي. حکومت هم د ښوونيزو سرچېنو د عادلانه ويش لپاره خپلې هڅې نه سپموي او تر ۹ کلنۍ د اجباري زده کړو تګلاره او نورې ګټورې ښوونيزې کړنلارې يې غوره کړي او پلې کوي يې او دا د چينايانو د دودونو ښکارندويي کوي.

چيني فيلسوف کونفوسيوس۲۰۰۰  کلونه پخوا د ښوونې او زده کړو په اړه ويلي، چې هر کس ته باید د ښوونې زمينه برابره شي.

په افغانستان کې هم کله چې ځوانان ثانوي زده کړې بشپړې کړي، نو بیا د لوړو زده کړو لپاره د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي، تر څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي.

 افغان ځوانان له کانکور مخکې ۱۲ کاله زده کړه کوي او دا د چين له وضعيت سره ډېر ورتوالی لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پدې وروستيو کلونو کې له هغو زده کوونکو سره، چې په کانکور کې یې ښې نومرې ترلاسه کوي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ګوري او ستايي يې او دوامدارو هڅو ته يې هڅوي.

ما څه موده مخکې د افغانستان د يوې سيمې انځور وليده، پکې ښکاريدل، چې يوه ډله افغان ځوانان د غره په لمن کې پر زده کړو بوخت دي، دوی پر ميزونو او چوکيو نه وو ناست، بلکې پر خړې ځمکې ناست وو، خو له څېرو يې خوښي ښکاريده او پر شونډو يې مسکا ليدل کيده.

د افغانستان ډېرې سيمې اوسمهال نا ارامې دي او هلته د ماشومانو د زده کړو شرایط ډېر خراب دي او ان خطرناک دي، خو له زده کړو سره د دوی شوق او زوق کم نه دی.

ښوونه نه یوازې د چيني ځوانانو، بلکې د افغان ځوانانو د برخليک بدلولو او د ښې راتلونکې لپاره يوازينۍ لار ده.

زه هم د همدغو ماشومانو په څېر وم او له هغه چيني هلک سره، چې د قلم ۱۸۰بمبې يې کارولي، يو شان د زده کړو تجربه لرم.

پدې وروستيو ورځو کې د چين د جنوب لويديځ يون نان ولایت په يانګ بي ولسوالۍ کې زلزله وشوه، اوس هلته زده کوونکي کانکور ته پر چمتوالي بوخت دي، خو د مجبوريت له مخې له ټولګيو ميدانونو ته انتقال شوي دي. حکومت په میدانونو کې ورته خيمې درولي او هملته يې د زده کړو مېزونه ورته ايښي دي، پر مېزونو د مطالعې څراغونه لګېدلي او د څراغونو په رڼا کې د زده کوونکو مخونه ليدل کيږي. هلته اوس هم کله کله زلزلې رامنځته کيږي.

د يون نان ولایت د دغې کوچنۍ ولسوالۍ له ميدانونو او د افغانستان د کابل د غرونو له لمنو د کتاب لوستلو اوازونه پورته کيږي او د هېوادونو ښه راتلونکي او د خوښۍ او نيکمرغۍ هيلې راټوکوي.

Previous Post

بنز

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Double Ball Roulette

سپتمبر 8, 2025
ستره محکمه د قبالو د وېش بهیر پيلوي

ستره محکمه د قبالو د وېش بهیر پيلوي

اگست 30, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved