په هند کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه، لګېدلي ګرځبندیز ددې هېواد د بې وزله طبقې خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. د هند په ډېری ښارونو کې به وزله او هغه کسان چې په ورځني ډول یې د مزدورۍ پر مټ خپلې کورنۍ ته پیسې ګټلې له سختو ستونزو سره مخ دي. دغه کسان د هند له حکومته غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي او له مرګه یې وژغوري. خو د هند لومړی وزیر له دې ستونزو سره سره بیا هم ټینګار کوي، چې خلک باید ګرځبندیز مرعات کړي، څو له کرونا ناروغۍ څخه وژغورل شي. خلک وایي، حکومت ګرځبندیز وضع کړی، خو د بې وزله کسانو د ژوندي پاتې کېدو لپار یې تدابیر نه دي نیولي او له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. په هند کر تر اوسه پورې له ۱۴ زره ډېر کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي، چې له ډلې یې ۴۸۰ تنه مړه شوي دي.
































