ایران وایي له سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کولو بهیر په سمه توګه مخ ته روان دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دواړه لوري د یوې هوکړې پر رامنځ ته کېدو او اړیکو پر عادي کولو خبرې کوي او په وینا یې خبرې سم لوري ته روانې دي. په وروستیو کې د عراق په منځګړیتوب د ایران او عربستان ترمنځ خبرې پیل شوې دي او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې ترینګلې اړیکې سمې کړي او پخپلو کې د ديپلوماتیکو اړیکو یوه هوکړه رامنځ ته کړي. د دواړو هېوادونو لوړپوړو ديپلوماتانو په وروستیو کې په بغداد کې هم سره لیدلي وو.
































