د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي امنیتي مسوولین باید په کابل کې د نسل وژنې مخه ونیسي او خلکو ته ځواب ووایي. نوموړي نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې زرګونه کسان تر امنیتي ګواښونو لاندې ژوند کوي او په وینا یې خلک هره ورځ قرباني ورکوي. دانش ویلي چې امنیتي ارګانونه باید په دې برخه کې د خلکو لخوا وړاندې شوې طرحه ومني او یا دې د امنیت ټینګېدو برخه کې خپله طرحه وړاندې او د خلکو په مرسته دې عملي کړي. نوموړي زیاته کړې چې ټول وګړي په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي. په تېرو څو ورځو کې د کابل په لوېدیځ کې د ملکي خلکو پر موټرو د چاودنو له امله ۱۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
































