د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د ګواتیمالا ولسمشر «آلخاندرو جیاماتي» ویلي، هغه ګواتیمالایي کډوال چې په دې وروستیو کې له امریکا څخه دغه هېواد ته را لېږل شوي، ډېری یې په کرونا ناروغۍ اخته دي. نوموړي ویلي، امریکا پوهېده چې دغه کسان پر کرونا ویروس اخته دي، خو له دې سره سره یې بېرته رالېږلي دي. د ګواتیمالا ولسمشر ویلي، یوازې په وروستي پرواز کې د ۷۳ کسانو له ډلې یې ۱۲ پر کرونا ناروغۍ اخته وو. را پور وایي، چې امریکا پر دغه هېواد فشار راوړی څو خپل کډوال ومني. د رویټرز د خبر له مخې د ګواتیمالا د روغتیا وزیر ویلي له امریکا څخه راغلي ۷۵ سلنه کډوال پر کرونا ویروس اخته دي او دې کار ته یې د امریکا له لوري د سیاسي توپان په نوم ورکړی دی.
































