د روغتیا نړیوال سازمان وایي ښايي افغانستان ته د کرونا ضد ځانګړي شوي واکسین په وخت و نه رسېږي. ټاکل شوې وه چې تر مې میاشتې پورې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته شاوخوا درې میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین ورکړي، خو اوس تازه دغه سازمان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي د واکسینو ورکړه ان تر اګسټ میاشتې پورې وځنډېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي ټولو هېوادونو ته په عادلانه توګه د واکسینو د وېش لړۍ ته ادامه ورکړي. بلخوا افغان حکومت بیا له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د کرونا وبا د نوې څپې په کنټرول کې ورسره مرسته وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې له دغه هېواد سره د کرونا وبا د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او د مرستو لپاره خپلې پولې پرانیزي.
































