د ملګرو ملتونو یوه پلاوي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره کتلي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یونما مشرې دیبورا لاینز په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د سولې پر روانه پروسه او د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي. لاینز ویلي چې په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او ددې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم کړل شي. نوموړې همدا راز له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د ماموریت او کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې کړې دي. سرچینه کاږي یونما ژمنه تر لاسه کړې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي به خوندي وي او په ډاډه توګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.
































