د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو کلک ملاتړ کوي. نوموړي نن په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغان ملي امنیتي ځواکونو او د افغانستان اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي. خلیلزاد څرګنده کړې چې دوی د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا لپاره کار کوي خو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې تاوتریخوالی کم او د خبرو اترو له لارې خپلو موخو ته د رسیدګي هڅه وکړي. نوموړي دغه راز د افغان سیاستوالو پر یو موټي کېدو هم خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی دی چې په خپل یووالي سره دې د مذاکراتو پر مېز د افغانستان اسلامي جمهوریت موقف پیاوړی کړي څو په دې سره دغه هېواد تلپاتې سولې ته ورسېږي.
































