امریکا وایي د روسیې پر وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ ولاړ دي. ولسمشر جو بايډن په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي چې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ګوري خو په خبره یې د روسیې پر وړاندې د خپلو متحدینو تر څنګ درېږي او د ولسواکۍ له ارزښتونو به دفاع کوي. بايډن وایي ولسواکي د امریکا او ددغه هېواد د متحدینو لپاره ستر ارزښت ده او ټول به په ګډه ددغه ارزښت ساتنه کوي. تر دې وړاندې هم جو بايډن ویلي وو چې روسیې ته به د ولسواکۍ او بشري حقونو د نقض اجازه ور نه کړي.
































