روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۵۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یاده ناروغي اخته ۵۶ نور کسان مړه شوي هم دي. د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۲ زره ۳۲۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۲۵۱ ته رسېدلی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































