سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

څنګه کوچنی کارو بار پر لوی هغه بدل کړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2020
in معلوماتي خپرونې
0
څنګه کوچنی کارو بار پر لوی هغه بدل کړو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کوچني کارو بار پر لوی کارو بار بدلول یوازې یوه با ارزښته موخه نه ده، بلکې دا ستاسو د کارو بار د پایښت لپاره یوه حیاتي موضوع ده. خو اصلي پوښتنه دلته ده چې څه ډول کولای شو خپل کوچنی کارو بار لوی کړو، څو ډېره ګټه تر لاسه کړو؟ څه باید وکړو چې دغه کارو بار پر یوې داسې زېرمې بدل کړو، چې موږ د خپلې خوښې ژوند ته چې هیله مو یې در لوده رسولای شي؟ د ودې یوه یا دوې دغه ستراتیژۍ و ازمویئ.

دغه ټولې لارې چارې د کار او کسب د پراختیا لپاره ازمویل شوې دي، په لږ تفاوت سره تاسو ته هم محسوسه ګټه رسولی شي.

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

۱- په خپل اوسني بازار کې نفوذ پراخ کړئ

د کارو بار د پراختیا لپاره مو چې ذهن ته لومړنی شی درځي، هغه د ډېرو او نویو پېرودونکو (مشتریانو) پیدا کول او جذبول دي. خو دغه اوسني مشتریان چې تاسو یې لری، د عوایدو د زیاتوالي او کارو بار د پراختیا لپاره تر ټولو ښه موقعیت دی. د اوسنیو مشتریانو قانع کول تر هغه څو چنده ستاسو په ګټه دي چې لاړ شی او نوي مشتریان را جذب کړی. داسې کسان چې نه مو تر اوسه لیدلي او نه ور سره بلد یاست.

۲- له پېرودونکو مو وغواړئ چې نورو ته مو ور وپېژني

زه دا نه وایم چې د نویو مشتریانو پیدا کول او جذبول ښه انتخاب نه دی. د دې کار لپاره یوه تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې له خپلو اوسنیو مشتریانو څخه مرسته وغواړئ. یو څه مو باید په یاد وي چې په دې برخه کې خپلو کړنو او پرېکړو ته متوجه اوسئ؛ ځکه دا چې تاسو څو ډوله توکي لری، نو معلومه خبره ده چې مشتریان به مو هم بېلابېل وي. خپلو مشتریانو ته په ډېره ښه لهجه ووایئ، که زموږ له توکو او چلن څخه راضي وی، نو کولای شی خپلو و خپلوانو ته مو هم په دې اړه ووایی. دا یې ډېره اسانه لار ده.

۳- په توکو کې مو نوښت وکړئ

په توکو کې نوښت، تغیر او بدلون راوستل مو د نویو مشتریانو د زیاتېدو لامل کېږي. د بېلګې په توګه، که پخواني دوه شیان چې یو کار یې کاوه پر یوه شي بدل شي او یا هم داسې شی چې پخوا یو دانه کارول کېدو اوس دوه ترکیبه ولري، څنګه به وي؟

۴- توکي مو باید په بازار کې د لاسرسي وړ وي

تر دې ځایه مو د کارو بار د پراختیا لپاره بېلابېلې لارې وڅېړلې. د دې لپاره چې کارو بار مو پراختیا وکړي او د مشتریانو شمېر مو زیات شي، بله ښه لار یې دا ده چې بازار ته مو د مشتریانو لاسرسی اسانه وي. توکي مو باید دوی ته نږدې وي. د دې کار لپاره ښه لار د نوې څانګې پرانیستل دي. دا چې اوس د انټرنېټ نړۍ ده، نو کېدای شي یوه نوې څانګه وي. بله ښه لار یې دا ده چې د بازارموندنې له لارې هم کولای شی خپل کارو بار ته پراختیا ورکړی. د دې کار لپاره کولای شی له ټولنیزو رسنیو څخه هم ګټه واخلی.

۵- په نندارتونونو کې ګډون وکړئ

د کارو بار د پراختیا لپاره په سوداګریزو نندارتونونو کې ګډون کول ډېر ګټور دي. د دې لپاره چې په ښار او بازار کې پر هر ډول خلکو باندې خپل سوداګریز اعلانونه ووېشئ، ښه ده چې په نندارتون کې ګډون وکړئ او خپل توکي نندارې ته وړاندې کړئ. ننداره کوونکی کولای شی، ستاسو ټول توکي له بیې سره وګوري. په دې کار سره تاسو دایمي او ان د لوړې کچې مشتریان هم د ځان لپاره موندلی شی. په نندارتون کې د خپلو توکو نندارې ته اېښودل په لوړه کچه د کارو بار د پراختیا لپاره لار هواروي.

۶- خدامات یا محصولات مو متنوع کړئ

د مخکښو شرکتونو د بریا یو راز دا دی چې د دوی محصولات یو ډول دي. تاسو هڅه وکړئ چې یو نوی شی او داسې شی چې مشتریان پرې را جذب کړای شی، بازار ته وړاندې کړئ. تاسو باید د بازار اړتیا ته په کتو خپل محصولات تنظیم کړی. د بېلګې په توګه، یو کس د بایسکېل پلورلو مغازه لري. تاسو پوهېږی چې یوازې په ګرم موسم کې د بایسکېل پلور ډېر وي، خو دی کولای شي په ژمي کې د سکي لوبې وسایل په خپله مغازه کې وپلوري.

۷- صادرول

بهرنیو بازارونو ته د توکو صادرول هم کولای شي ستاسو کارو بار ته د پام وړ پراختیا ورکړي. البته دا کار زماني تعهد او د سرچینو ډېروالي ته اړتیا لري، خو ګټه یې خورا ډېره ده.

۸- د لګښتونو کمول

که غواړی کارو بار مو پراختیا وکړي، ښه ده چې د امکان تر بریده پورې خپل لګښتونه را کم کړی.

۹- مشتریانو ته تشویقي توکي ور کول

که غواړی کارو بار مو پرمختګ وکړي، هغو مشتریانو ته چې تر نور ډېر پلور کوي، ځینې تشویقي توکي او ډالۍ ورکړئ، دغه څه دومره لګښت نه غواړي، خو د کارو بار د پراختیا او مارکېټېنګ په برخه کې در سره مرسته کوي.

۱۰- د پراختیا وخت

پاس د کارو بار د پراختیا لپاره درته ځینې موارد بیان شول. مه پرېږدئ چې دغه لېست در باندې غلبه وکړي. له دې لېست څخه یو یا دوه داسې موارد چې ستاسو له کارو بار او امکاناتو  سره برابر وي او سر ور سره خوري، درته وټاکئ او د هغه اړوند کاري پروګرام جوړ کړئ. کېدای شي ژر محسوسه پایله تر لاسه نه کړی، خو که پر خپلو ټاکلو مواردو باندې د زړه له تله کار وکړی او ژر زړه توري او ناهیلي نه شی، هرو مرو به ګټه کوی او کارو بار به مو پراختیا وکړي. بالاخره به هغه څه ته ورسېږی چې غوښتل مو.

 

 

Previous Post

فیبر لرونکې مېوې او پر بدن یې اغېزې

Next Post

د پرمختګ پيل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
Next Post
د پرمختګ پيل

د پرمختګ پيل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

«د کلتور په اړه د شي جين پينګ د مفکورې د زده کړې لارښود» خپور شوی

دسمبر 3, 2024
هوا حالات؛ د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې نن د ورښت اټکل شوی

هوا حالات؛ د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې نن د ورښت اټکل شوی

اکتوبر 5, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved