ناپېژانده وسله الو په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې ګڼ کارکوونکي وژلي دي. د راپورونو له مخې تېره شپه د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هلو ټرسټ په نامه د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر دفتر د ناپېژانده وسله والو له لوري برید شوی دی چې له امله یې لس کسه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي. د بغلان ځايي چارواکي وايي چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دی خو طالبانو تر اوسه پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. د پېښې ګڼ ټپیان د بغلان روغتون ته لېږدول شوي. ویل کېږي چې په دې پېښه کې ددغه موسسې دفتر ته هم زیان اوښتی دی.
































