چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په چين کې د کانکور ازموينه

لیکنه؛ سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 9, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
په چين کې د کانکور ازموينه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې د جون په ۷مه نېټه د ۲۰۲۱م کال کانکور ازموينه پيل شوه، چې دوه ورځې به دوام ولري.

په چين کې سږ کال ۱۰.۷۸ ميليونه زده کوونکي د کانکور ازموينه ورکوي او د ټول هيواد په کابو ۷۲۰۰ ښوونځيو کې ۴۶۶۰۰۰ ټولګي د دغې ازموينې لپاره تيار شوي او د ۹۵۰ زرو څارونکو استادانو په شمول څه دپاسه ۱۴ لکه کارکوونکي د دې ازموينې لپاره په بېلا بېلو لنډمهاله دندو ګومارل شوي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په چين کې د لېسو فارغينو څخه هر کال د جون له ۶مې تر ۸مې نېټې پورې پوهنتونونو کې د شاملېدو ملي ازموينه يا کانکور اخيستل کېږي.

په چين کې د کانکور ازموينه په دوو لويو برخو ويشل کیږي، یوه برخه يې ساینسي علوم دي او بله یې ټولنيز علوم دي. زده کوونکو چې په لېسه کې له يادو برخو کومه لوستلې وي، په همغې کې ازموينه ورکوي.

د چين بېلا بېل پوهنتونونه د دغې کلنۍ ازموينې نتيجې په نظر کې نيسي او د خپلو ځانګړو قواعدو له مخې زده کوونکي انتخابوي. د دغې ازموينې ټول سوالونه او پوښتنې د صلاحيت لرونکو ځانګړو ارګانونو، يا د ځينو ولايتونو د ازموينې ادارو لخوا ترتتیبيږي او وروسته بیا د چين د پوهنې وزارت لخوا په واحدو ترتيباتو ويشل کېږي.

د چين له پلازمېنې بېجينګ، شانګهای ښار، تيان جين ښار، جه جيانګ ولايت او جيانګ سو ولايت پرته د دغه هيواد په نورو ولایتونو او ښارونو کې د سږني کانکور سوالونه يو شان دي.

په چين کې د کانکور څو ډوله لايحې کارول کېږي.

لومړۍ لايحه: درې+اېکس (۳+X )  

د چين د کانکور درې+اېکس لايحه اوس د دغه هېواد په ډېری ولايتونو او ښارونو کې کارول کېږي. ”۳“ یعنې چيني ژبه، رياضي او بهرنۍ ژبه، د ” X“ مانا یې دا ده، چې زده کوونکي په ازموينې کې پخپله خوښه له ۳ ټولنيزو علومو (سياست، تاريخ او جغرافيا) يا ۳ سيانسي علومو (فزيک، کېميا او بيولوژي) څخه دوه انتخابولی شي.

دوهمه لايحه: درې + درې(۳+۳)

د چين د کانکور درې + درې لايحه د چين د شانګهای ښار، جه جيانګ ولايت، پلازمېنې بېجينګ، شان دونګ ولايت، تيان جين ښار او های نان ولايت کې کارول کېږي. د دغې لایحې لومړی ۳ د چيني ژبې، رياضۍ او بهرنۍ ژبې په مانا دي. دوهم ۳ یې بیا زده کوونکي په ازموينې کې له فزيک، تاريخ، سياست، جغرافيې، بيولوژۍ او کېميا څخه ۳ انتخابولی شي.

درېيمه لايحه: درې+یو+دوه(۳+۱+۲)

د چين کانکور درې+یو+دوه لايحه کې۳ د چيني ژبې، رياضۍ او بهرنۍ ژبې نښه ده، چې هر زده کوونکی بايد ورسره پوره بلدتيا ولري. د ۱ مانا دا ده، چې زده کوونکي د ازموينې لپاره له فزيک او تاريخ څخه يو انتخابولی شي. د ۲ مانا دا ده، چې زده کوونکي د ازموينو لپاره له سياست، جغرافيې، بيولوژۍ او کېميا څخه ۲ انتخابولی شي.

د چين د کانکور د ځوابونو ټولې پاڼې پر انټرنيټ پرتې وي او هر کس اجازه نه لري چې ويې ګوري. کله چې د کانکور ازموينه پای ته ورسېږي، کارکوونکي به د ځوابونو ټولې پاڼې راټولې کړي او پوليس يې د ساتلو دنده پر غاړه لري.

د کانکور د ځوابونو پاڼې په دوو برخو ويشل کېږي:

لومړۍ برخه يې د سوالونو څو ځوابه لرونکې پاڼې (objective questions)دي، چې پايله يې د کمپيوټر په ځانګړي سيستم مالوميږي او دوهمه برخه يې بیا د ذهني سوالونو د ځوابونو پاڼې (subjective questions)دي، هره پاڼه د دوو ښوونکو له لوري په ګډه کتل کيږي او نمرې ورکوي.

ټولې کتل شوې پاڼې د ۳ کلونو لپاره ساتل کيږي او هېڅوک يې د بيا چېکولو حق نه لري.

هر زده کوونکی د خوښې وړ پوهنتونونه انتخابوي او پر انترنيټ خپل غوښتنليکونه وړاندې کوي. د چين پوهنتونونه په دوو کچو ويشل شوي او زده کوونکي خپلې سویې ته په کتو پوهنتون انتخابوي.

Previous Post

ملګرو ملتونو له ایران سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

Next Post

ولسمشر غني: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې د خلکو ژوند ژغوري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر غني: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې د خلکو ژوند ژغوري

ولسمشر غني: طالبان هغه کسان په نښه کوي چې د خلکو ژوند ژغوري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان او ازبکستاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

افغان او ازبکستاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

فبروري 22, 2025
چين کې د طبي بیمې د ګډونوالو انډول ۹۵ سلنه ساتل شوی

چين کې د طبي بیمې د ګډونوالو انډول ۹۵ سلنه ساتل شوی

مارچ 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved