د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې له فایزر کمپنۍ به ۵۰۰ میلیونه ډوزه واکسین اخلي او په ټوله نړۍ کې به یې وېشي. دده په وینا دا به تر ډېره پر بېوزله هېوادونو وېشل کېږي او موخه یې دا ده چې وکړی شي ددغه وبا په ختمولو کې همکاري وکړي. د امریکا ولسمشر ویلي چې دا واکسین به په دوو کلونو کې د نړۍ بېلو هېوادونو ته ولېږل شي. د واکسینو لومړۍ جوپه چې ۲۰۰ میلیونه ډوزه کېږي روان کال او دویمه جوپه یې چې ۳۰۰ میلیونه کېږي راتلونکی کال د نړۍ پر هېوادونو وېشل کېږي.
































