د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې ده. د تخار دولایتي شورا غړی محمد عظیم افضلي وايي، چې وسله واله طالبانو یاده ولسوالي په بشپړه توګه نیولې ده. د نوموړي په خبره په تېرو دو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۰ تنه امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي. په سېمه کې یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې اشکمش ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده او اوس د دې ولایت بنګي ولسوالۍ هم د طالبانو تر بریدونو لاندې ده. د تخار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































