په کابل کې پر کرونا وبا د اخته شویو کسانو لپاره د اکسېجن پر کمي د نیوکو وروسته، د عامې روغتیا وزارت په دوو روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوو د فعالېدو خبر ورکوي. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس عاليزي وویل، دا دوه دستګاوې د افغان جاپان او قصبې په روغتونونو کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شویو کسانو لپاره ځانګړې شوې، لګېدلي او فعالیت یې پیل کړی دی. بل لور د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، که د اکسېجن د تولید دستګاوو د لګولو اجازه ورکړل شي، چارې به چټکې شي. روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا درېیمه څپه لا هم اوس هم روانه ده او خلک باید روغتیايي او ټولنیزو سپارښتنو ته پام وکړي.
































