ایران وایي په نږدې راتلونکې کې د ایران د اټومي مسئلې حل ناشونی برېښي. د وېن په مذاکراتو کې د ایران استازی عباس عراقچي وایي له امریکا او پنځو نورو هېوادونو سره د ایران خبرې روانې دي خو تر دې دمه ډېر داسې مسایل شته چې بحث ته اړتیا لري. عراقچي همدا راز وایي ستره اندېښنه یې دا ده چې ښايي امریکا او نور هېوادونه پر خپلو ژمنو عمل و نه کړي. دده په خبره په تېر کې ثابته شوې ده چې د نړۍ هېوادونو له ایران سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. ایراني لوري ویلي دا ځل به هر ګام په پوره دقت اخلي او په وینا یې هوکړه دې په ځنډ رامنځ ته شي خو پخه، دایمي او باوري دې رامنځ ته شي.
































