بايډن او اردوغان په سیمه کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. اردوغان په بروکسل کې له بایډن سره تر لیدنې وروسته ویلي چې ددوی خبرې رغوونکې وې او په خبره یې هېڅ داسې مسئله د دواړو لورو ترمنځ نشته چې د حل وړ نه وي. بایډن هم د جزیاتو له شریکولو پرته خبریالانو ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې ګټورې وې. تر دې وړاندې اردوغان ویلي وو چې له بایډن سره به د افغانستان په اړه هم خبرې کوي او په خبره یې دوی په دغه هېواد کې د مسوولیت منلو ته تیار دي. خو تر لیدنې وروسته یې په دې اړه جزیات نه دي شریک کړي. په وروستیو کې د امریکا او ترکیې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې او امریکا ان ترکیې ته د بندیزونو د لګولو ګواښ هم کړی و.
































