روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۶۴۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۷۸ کسان مړه شوي او ۲۳۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ ته او د مړه شویو هغه بیا درې زره او ۷۶۱ ته لوړ شوی دی. د روغتیا وزارت سرپرست د یادې وبا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول بللي او ټینګار یې کړی دی چې هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































