امریکا کې په دوو سترو ایالتونو کې د کرونا له امله ټول لګول شوي بندیزونه لرې کړل شوي دي. امریکایي حکومت ویلي په کالیفورنیا او نیویارک کې یې د کرونا اړوند ټول بندیزونه لرې کړي دي. امریکایي حکومت ویلي دغه پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې په یادو لویو ایالتونو کې د مثبتو پېښو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته را ورسېد او نږدې ۷۰ سلنه وګړو ته لږ تر لږه یو ځل د کرونا ضد واکسین ورکړل شوي دي. نیویارک او کالیفورنیا له هغو ایالتونو وو چې کرونا ویروس پکې تر نورو لومړی خپور شو او تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې هم په دغه ایالتونو کې ثبتېدې. خو دمګړی پکې ټول بندیزونه لرې شوي او خلک نورمال ژوند ته راګرځېدلي دي.
































