په امریکا کې له کرونا وبا څخه د مړه شویو کسانو شمېر تر شپږ لکه اوښتی دی. د یاد هېواد روغتیایي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې له کرونا وبا څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر شپږ لکه او ۲۷۲ ته رسېدلی دی. امریکا لومړنی هېواد دی چې د کرونا وبا څخه د مړه شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر لري. ولسمشر بایډن په امریکا کې د شپږ لکه کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دی د مړه شویو کسانو کورنیو ته د خواشینۍ مراتب وړاندې کوي. د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا پسې دویم نمبر هېواد برازیل دی چې پکې له کرونا وبا څخه د مړه شویو کسانو ټول شمېر څلور لکه او ۹۰ زره او ۶۹۶ ته رسېدلی دی.
































