د اروپايي ټولنې د بهرنیو او امنیتي اړیکو مسوول جوزېف بورېل په ترکیه کې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي. په دې کتنه کې تر ډېره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې د پروسې هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې برخه کې همکاریو ته تیار دي. دده په وینا اروپايي ټولنه په افغانستان کې د تېرو شل کلنو لاس ته راوړنو ساتلو ته هم ژمنه ده او ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې به هم خپلې مرستې جاري ساتي. په دې لیدنه کې همدا راز د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د اروپايي ټولنې له پارلمان سره د افغانستان د پارلمان د همکاریو سند پر لاسلیکولو هم خبرې شوې دي. افغان لوري د سولې په برخه کې د اروپايي ټولنې همکارۍ مهمې بللې دي او ددې همکاریو پر لا ډېرېدو یې ټینګار کړی دی.
































