چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

نهه هغه کارونه چې ستاسې د خپګان لامل کیږي

احسان الله کریمي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 20, 2021
in روغتیا او ژوند
0
نهه هغه کارونه چې ستاسې د خپګان لامل کیږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کله کله موږ له نورو څخه د یو کار د کولو تمه لرو، یا دا چې چلند یې له موږ سره سم شي. په ځينو وختونو کې زموږ دا کړنه سهي ده سمه به وي، خو په ډېری وختونو کې دې شیانو ته خپل وخت ضایع کول،  بې ځایه دي  او ستاسي د ناهیلي کېدو سبب کیږي او له نورو سره زموږ اړیکو ته زیان رسوي. باید په دې وپوهیږو چې ټول شیان زموږ په کنټرول کې نه دي، له نورو باید دومره هیله ونه لرو چې زموږ له خوښې سره سم ټول کارونه تر سره کړي.

موږ په همدې مقاله کې درته ۱۶ هغه کارونه ښيو چې که پرې کنټرول ونه لری او پرې یې نږدئ، هر وخت به له نور خپه او ګوښه وی:

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

۱ـ له نورو دومره تمه مه لری چې تل ستاسي له ټولو خبرو سره همغږي وي

که له دې ډلې کسانو څخه یاست، چې نور خلک که هر څه وایي او تاسو یې ورسره منی، دا مو تېروتنه ده. هر څوک خپل فکر او ځانته عقیده لري او دا کار مو بې ځایه دی چې که تاسو هر څه وايی او یا هغه هرڅه وايي، تاسې یا هغه یې دې درسره ومني.

۲- کله چې ملامت یاستی، له نورو د قدر تمه مه کوئ

انتظار مه کوئ چې نور له تاسو سره داسې چلند وکړي چې ګواکې تاسې ارزښتمن کس یاست، هر انسان ستونزې لري، نو نه باید د هغو ستونزو په خاطر خپل ځان وځورو؛ بلکې د اصلاح لپاره یې هلې ځلې وکړو. کله چې درنه کومه تېروتنه وشوه، له نورو د قدر او بیا هم د ستاینې تمه مه لرئ، کوښښ وکړئ چې دا وخت ځان وهڅوئ او له ځان سره پرېکړه وکړئ چې بیا به درنه دا تېروتنه نه کېږي.

۳- کله چې د خپل ځان احترام نه شی کولی، له نورو خو بیخي دا تمه مه کوئ

احترام  لومړی له ځانه شروع کیږي، نو که غواړی په ټولنه کې یو ښه او محترم شخص واوسی، باید لومړی خپل ځان ته احترام ولرئ. که مو ځان ته په ښه سترګه ونه کتل او ځان تر نظر سپک او بې ارزښته درغی او یا مو په دغه سترګه ځان ته وکتل، نور خو به د باد بڼکه درنه جوړه کړي. که مو ځان ته په ارزښت قایل شوی، هغه ده چې نور به هم ارزښت درکړي. کوښښ وکړئ چې تر هرچا دمخه خپل ځان ته ارزښت ورکړئ.

۴- کله چې پر خپله غوښتنه نه پوهېږی، له نورو یې دې په ګوته کولو تمه مه لرئ

که تاسو غواړی چې په ژوند کې اعتبار ولری او د خپل زړه په غوښتنه عمل وکړی، نو تاسو باید له نورو څخه دا تمه ونه لری چې تاسو څه غواړی. ستاسې غوښتنې باید خپلې وي، نه داسې چې د نورو د غوښتنو پوره کولو لپاره کار کوی. ګوښي په یوه کوټه کې له ځان سره کېنئ، خپل زړه ته غوږ ونیسئ او له هغه واورئ چې څه غواړي، بیا د هغه د تر لاسه کولو لپاره لاس پکار شئ.

۵ ـ  هېڅ وخت له ځان دا تمه مه کوئ چې تاسې دې د ټولو لپاره د خوښې وړ کس واوسئ

ځينې کسان مو ژوند ته راځي او تر ډېره درسره پاتې کېږي، خو زیاتره  بیا داسې کسان دي چې ژوند ته مو یوځل راځي او بیرته ژر ځي. پرېږدئ هغه کسان چې نه غواړي له تاسو سره واوسي، اجازه ورکړئ چې لاړ شي. په مخه یې ښه. هغه کسان چې له تاسو سره غواړي پاتې شي، هيڅکله مو په ښه او بده ورځ دواړو کې یوازې نه پرېږدي.

۶- له نورو دا تمه مه کوئ چې وګوري تاسې دې څه په اړه فکر کوی

کله چې نشی کولای خپل فکر مو بیان کړی، له نورو خو یې د بیانولو او یا دا چې تاسې د څه په اړه فکر کوی، بیخي تمه مه کوئ. کوښښ وکړئ چې د خپلو غوښتنو او موخو په اړه خپله فکر وکړئ، ځکه یوازینی کس چې ستاسې د غوښتنو پر پوره کولو او لاسته راوړلو ښه پوهېږي؛ هغه تاسې خپله یاستی، نو بیا څه اړتیا ده چې له نورو دا تمه ولری چې تاسې د څه په اړه فکر کوی او هغه تاسې ته څومره مهم دي.

۷ – که د خپلو ستونزو پر حل کولو بریالي نه شی، له نورو یې د حل هېڅ تمه مه کوئ. هغه کسان چې ستاسې ستونزې ویني، اتیا سلنه پرې خوشالېږي او ۲۰ سلنه پرې خندا کوي؛ خو یوازینی کس چې د دې ستونزې د حل وړتیا لري، بیا هم یوازې تاسې یاستی، نو بیا څه اړتیا ده چې نورو ته د خپلو ستونزو په اړه ووایی.
۸- کله چې ځان ته بښنه نه شی کولی، له نورو خو یې بیخي تمه مه کوئ

که له نورو د بښنې هیله لری، خو خپل ځان نشی بښلی، په هېڅ وخت به مو نور هم ونه بښي. لومړی ځان وبښئ او بیا له نورو د بښې تمه وکړئ.

۹- له نورو دا تمه مه کوئ چې تاسو ته انګیزه درکړي

هیڅوک نشي کولای تل تاسو وهڅوي، ممکن کله کله تاسو ډېر غمجن یاست، یو ملګری مو کولای شي ستاسو حالت بدل کړي، ولې هر وخت نشي کولای تاسو ته خوشالي در کړي، ځکه ژوند دومره مصروف دی چې ایله هرڅوک خپل بار تر منزله یوسي. خپله تاسو یاست چې د ځان لپاره مو موخې ټاکی او ورته د رسېدو هڅه به کوی.

Previous Post

دې اتلانتیک: امریکا دې ځان له تاریخي شرمه وژغوري

Next Post

در مورد کمک‌های بشردوستانه روسیه به افغانستان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
در مورد کمک‌های بشردوستانه روسیه به افغانستان

در مورد کمک‌های بشردوستانه روسیه به افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Elvis Frog In Vegas Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
برېټانیا اوکراین ته: بریا ته تر رسېدو پورې درسره یو

برېټانیا اوکراین ته: بریا ته تر رسېدو پورې درسره یو

جون 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved