د افغانستان، ایران او ترکیې درې اړخیزه ناسته کې په افغانستان کې پر بېړني اوربند او د یو سیاسي جوړجاړي له لارې سولې ته پر رسېدو ټینګار شوی دی. دا ناسته چې پکې حنیف اتمر، جواد ظریف او مولود چاوش اوغلو برخه لرله، د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسېدلې ده. اعلامیه کې د حنیف اتمر له قوله راغلي، افغانستان چې د افراطیت له امله د اوږدې جګړې قرباني دی، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیمه ییزو هېوادونو پرېکنده ملاتړ او همکاریو ته اړتیا لري. نوموړي له ترکیې غوښتي چې له نورو ګاونډیو هېوادونو سره یو ځای تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي. د اعلامیې وروستۍ برخه کې راغلي چې په دې غونډه کې د افغان ستونزې پر سیاسي حل لارې، اوربند، د سولې خبرو پر بریا او په دې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو پر صادقانه همکاریو ټینګار شوی دی.
































