امریکايي رسنۍ وایي امریکا غواړي چې په منځني ختیځ کې ځينې نظامي اډې تشې کړي او تر څنګ یې راکټ ضد دفاعي سیستمونه هم ور ټول کړي. راپورونه وايي چې امریکا دمګړی له عراق، سعودي عربستان، کوېټ او اردن ځینې دفاعي سیستمونه، الوتکې او زرګونه هغه کسان امریکا ته لېږدولي چې ددې وسایلو د ساتنې او تنظیم په برخه کې یې فعالیت کاوه. راپورونه وایي امریکا له منځني ختیځ د شاتګ په حال کې ده او تر څنګ یې غواړي په دې سیمو کې د خپلو سرتېرو حضور هم کم کړي. امریکايي رسنۍ وایي د بايډن د واکمنۍ پر مهال په منځني ختیځ کې د امریکا د حضور کمېدل په دې مانا ده چې نوموړی پلان نه لري څو له ایران سره په جګړه کې ښکېل شي او یا نه غواړي شته ستونزې له نظامي لارو حل کړي.
































