د چکي رسنیو د راپورونو له مخې یوه افغان په ۲۰۱۸ز کال کې په هلمند کې یو چک سرتېری وواژه چې وروسته یې ځان تسلیم کړ، خو د چک او افغان سرتېرو له لوري د تحقیقات په اوږدو کې سخت شکنجه شوی و چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه. د چک حکومت وایي چې په دې اړه یې څلور سرتېري محاکمه کړي دي چې دوه یې د حکومت له اوامرو په سرغړونه او دوه نور یې په ناوړه چلند او زورزیاتي تورن دي. د چک جمهوریت ویلي چې په دې برخه کې به عدالت تامین کړي. تر دې وړاندې ګڼ استرالیايي سرتېري هم په افغانستان کې د ملکي افغانانو په وژنه تورن او محاکمه شوي دي.
































