چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په طبي پلټنو کې د کرونا منشاء  چېرې ده؟

ليکوال: زرينه، د چين مېډيا ګروپ خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 23, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
په طبي پلټنو کې د کرونا منشاء  چېرې ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

يوه تازه پلټنه ښيي، چې په امريکا کې کوويډ-۱۹ د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې رامنځته او خپور شوی دی. پدې معنا، چې په دغه هېواد کې د کرونا تر لومړۍ ثبت شوې مثبتې پېښې مخکې هلته ياد ويروس خپور شوی او دې نتيجې ته په کتو، د کرونا منشاء د موندلو چارې باید د امريکا په ګډون د نړۍ په هر ممکن ځای کې ترسره شي.

د دغې پلټنې راپور د امريکا د روغتيا ملي انسټيټيوټ (اين ای اېچ)  له لوري د روانې مياشتې پر۱۵مه نېټه خپور شو. د دې  انسټيټيوټ څېړونکو د وينو هغه  ۲۴۰۷۹ نمونې، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د دغه هېواد په ۵۰ ايالتونو کې اخيستل شوي، څېړلي او پيدا کړي  يې دي، چې په دغه هېواد کې کوويډ-۱۹ د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې رامنځته شوی دی. پدې معنا،  چې په دغه هېواد کې د کرونا تر لومړۍ مثبتې پېښې (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۱۹مې نېټې ثبت شوې) څو اوونۍ مخکې هلته ياد ويروس خپور شوی دی. د ويروسونو نړيوال څېړنيز پروګرام رئيس دانيس کارول له رسنيو سره د مرکې پر مهال ياده پلټنه د باور وړ بللې ده.

په حقيقت کې د ډېرو هېوادونو طبپوهانو او رسنيو د کرونا وبا په لومړيو کې د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د کرونا د خپرېدو اعلان کړی دی. اروپايي ژورنال اف ايپيډيميولوجي مجلې (European Journal of Epidemiology) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې په اروپا کې کوويډ-۱۹ د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې رامنځته شوی دی. د امريکا د ناروغيو کنټرول مرکز د راپور له مخې، په امريکا کې ياد ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې خپور شوی. د سويډن د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو طبپوهانو ويلي، چې په دغه هېواد کې ښايي، د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې ياد ويروس رامنځته شوی وي. د ايټاليې په ميلان کې د سرطان ملي انسټيټيوټ پلټنه ښيي چې په دغه هېواد کې شاید د ۲۰۱۹ کال د  دوبي په  موسم  کې ياد ويروس خپور شوی وي….

د کرونا د منشاء موندل ډېر پيچلی کار دی او د بشپړولو لپاره يې ښایي د ساينسپوهانو ډېرو کلونو ته اړتیا وي، ځکه پخوا هم ځینو څېړنو لسګونه کلونو وخت نیولی، خو لا یې هم نتیجه نه ده تر لاسه شوې. بل دا چې متأسفانه  ځيني سياستوال تر ساينسپوهانو زیات  د کرونا په موضوع کې علاقمند  دي او دغه کار يې سياسي او لاستونزمن کړی دی.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د مۍ پر ۲۶مه د دغه هېواد پر استخباراتي ډلو غږ وکړ، چې د چين  له لابراتوار سره د کرونا ويروس د اړيکو په اړه پلټنه وکړي او په نوي ورځو کې رپوټ ور وسپاري.

له دې وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان لسګونه کارپوهان دوه ځلې د چين په بلنې د کرونا د ريښو موندلو لپاره دغه هېواد ته ورغلي وو او راپور يې خپور کړی و. ددغه راپور له مخې داسې هېڅ ثبوت نشته، چې وښیي کوويډ-۱۹ ويروس له لابراتوار څخه خپور شوی دی. امريکايي چارواکو پر دې راپور بې باوري ښودلې او له سره یې د پلټنې غوښتنه کړې او دغه دنده يې د  روغتيا نړيوال سازمان او ساينسپوهانو ته نه ، بلکې استخباراتي ادارې ته سپارلې ده.

د امريکا استخباراتي ادارې څه کړي دي؟ بشریت ته خدمت، که پټې وژنې او یا په نورو هېوادونو کې کودتا او جګړې راپارول؟ د امريکا پخواني خارجه وزير او  مرکزي استخباراتي ادارې (سي اي اې)  پخواني رئيس مايک پومپيو د ۲۰۱۹ کال د اپريل پر ۱۵مه د تکزاس ايالت په  اې اېن اېم پوهنتون  کې د وينا پر مهال وويل، موږ درواغ وايو او غلا  کوو او پدې برخه کې يو لړ بشپړ روزنيز درسونه لرو……

د کرونا وبا ضد مبارزې د پرله پسې سياسي کېدو له امله ساينسپوهان او طبپوهان تر ډېر فشار لاندې  راغلي دي. د امريکا د ولسمشر طبي سلاکار او د ساري ناروغيو مشهور کارپوه انټوني فوسي ډېر ځلې د مجبوريت له مخې د کرونا وبا په اړه خپل موقف بدل کړی  او هغه ته آن د مرګ تهديد شوی دی.

که سياستوالو  د طب او ساينس پوهانو ځای نه وای نيولی او د کرونا پر وړاندې مبارزه  یې نه وای سياسي کړې، وضعيت به داسې نه وای.

لکه څنګه چې د ويروسونو نړيوال څېړنيز پروګرام رئيس دانيس کارول ويلي، د کرونا ريښو موندل د عامې روغتيا د يوې موضوع په توګه نه دي ګڼل شوي، بلکې د سياسي وسلې په توګه کارول شوي او دا ټولو خلکو ته زيانونه رسوي.

Previous Post

امریکا هغه وېبپاڼې تړلې چې د ایران لپاره یې تبلیغات کول

Next Post

ایران: د امریکا غیر مسوولانه چلند افغانستان کې جګړې شدیدې کړې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ایران: د امریکا غیر مسوولانه چلند افغانستان کې جګړې شدیدې کړې دي

ایران: د امریکا غیر مسوولانه چلند افغانستان کې جګړې شدیدې کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په لوګر کې د کتابونو  یو ورځنی نندارتون جوړ شو

په لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

اکتوبر 26, 2023
د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار کړی

د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار کړی

فبروري 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved