چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

شته نظام ته د پاڅون زیان؟!

لیکنه: احمد مدثر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 24, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
شته نظام ته د پاڅون زیان؟!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دا یو تاریخي حقیقت دی چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او هره ورځ دا هیله لرو چې نور د کایناتو د علم زانګو شي.

دا هم رښتیا ده چې افغانستان د استثنااتو هېواد دی. تازه د امریکایانو په وتو سره طالبانو د ولسوالیو نیولو ته جدي کار روان کړی او د لانګ وار ژورنال په حواله د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۱۰۷ د طالبانو په کنټرول کې دي، ۹۲ د افغان حکومت او پاتې نورې ۱۹۹ لاس په لاس کېږي.

د طالبانو له چټک پرمختګ سره چې ځینې ولسوالۍ یې ونیولې د ولس له غبرګون سره مخ شول تازه په نږدې دولسو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ خلک راووتل او د اړتیا په صورت کې یې ژمنه وکړه چې د افغان ځواک تر څنګ به ودري او له خاورې به دفاع کوي.  دا یو ښه اقدام دی. لومړی دا چې خودجوشه دی او د نظام پایښت غواړي او طالب/امارت منسوخ کوي. دوهم دا چې دا پاڅونونه ملي دي نه یوازې خاصې جغرافیې او ګوندونه راوتلي بلکې د ټولو اقشارو خلک دي، حتی مېرمنې هم راوتلې دي.

خو اوس وېره دا ده چې دغه ملاتړي(پاڅون کوونکي) باید مدیریت او حمایت شي.

اول باید د افغان حکومت د یوه تقنیني فرمان پر اساس د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ملي پاڅون اداره رامنځته شي. د پاڅون کوونکو د تشکیل، هدف، حق، تکلیف، صلاحیت او مسوولیت او ارزښتونو لاره مشخصه شي. دغه قانون باید د پاڅون اصولو سرغړونکو ته جزایي قواعد هم ولري.

هر پاڅون کوونکی باید د هغه له وسلې او نورو امکاناتو سره یو ځای بایومتریک او بشپړ راجستر شي. څو «نظم» برقرار وي او د  داخلي جګړې عقدې پکې خړوبې نشي.

د «اسلامي جمهوریت» ساتنه ارزښت او هدف وګرځي. هېڅوک باید له راجستر پرته او د اړوند قوماندان پرته څوک ونه وژني او دفاعي حالت ولري.

افغان حکومت ته په کار ده چې دغه طرح ژر جوړه کړي او تطبیق یې کړي. که داسې ونشي او نظم نه وي لرې نه ده چې دغه ملاتړي د نظام پرضد شي او شته نظام رانسکور کړي ځکه دا خودجوشه پاڅون د اوسنیو افغان حکومت د مشرانو د محبوبیت په موخه نه دی شوی بلکې له طالب سره د مخکینیو ستونزو شتون، امارت نه منل او دا شل کاله د افغانانو ټولنیز پرمختګ ځنډول او په ټوله کې په سوله د دوی تکبر او د اوسنۍ مبارزې عدم مشروعیت د دې سبب شوي چې دوی وسلې راواخلي او تېرې ترخې تجربې بیا تکرار نشي.

د طالبانو لومړی ځل راتګ په همدې راوشو چې مجاهدینو کورنۍ جګړه کړه او دوی دا شر او فساد وبلل او راپورته شول. اوس هم وېره ده که دغه ملاتړي مدیریت نشي او غیر مسوول وسله والو غوندې فعالیت وکړي کورنۍ جګړه به وشي او بیا به یې څوک د کنترول نه وي. ډېر امکان بیا د دې هم شته چې له مجاهدینو، طالبانو، داعش ور هاخوا داسې یوه بله غمیزه(ډله) راپورته شي چې د څلوېښت کلن ناورین د ختم لاره به لا ورکه کړي.

د یادونې وړ ده چې دا افغان حکومت ته یو ښه چانس دی چې له ولس سره شته وسلې مدیریت کړي او ترې یو راپور ولري او د راټولولو لپاره یې د راتلونکې لپاره کار اسانه کېږي.

موږ وینو چې دغه ملاتړي نن ورځ څومره بې راجستره وسلې لري او د دې موقع ده چې هر چا ته له نوملیکنې پرته د وسلې کارولو اجازه ورنه کړل شي.

Previous Post

محمود خان اڅکزی: د پاکستان استخباراتي ادارې باید په سیاسي ډګر کې فلج شي

Next Post

په چین کې د افغانستان په سفارت کې کلتوري خونه جوړه شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
په چین کې د افغانستان په سفارت کې کلتوري خونه جوړه شوه

په چین کې د افغانستان په سفارت کې کلتوري خونه جوړه شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د ليما ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېد

شي جين پينګ د ليما ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسېد

نوومبر 15, 2024

Free Spins With No Deposit Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved