د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي که ایران وغواړي دوی بشري مرستې ورسره کولی شي. ټرمپ تازه په یوه خبري غونډه کې ویلي دي د ایران حکومتي چارواکو ته په کار ده چې د خپلو ګټو پر ځای د خپل ولس او خلکو ګټې مهمې وبولي. نوموړي همدا راز ویلي چې په ایران کې د کرونا ویروس له امله ناورین رامنځ ته شوی دی او ایراني چارواکي معلومات له خلکو پټوي. د ده په خبره که ایران وغواړي امریکا له ایراني وګړو سره بشري مرسته کولی شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران باید له امریکا سره خبرو ته حاضر شي او په سیمه کې د ترهګرۍ او ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
































