نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي چې د ایران پر اټومي بټیو پرونی برید د بې پیلوټه الوتکې په واسطه شوی دی. ورځپاڼې د ایراني سرچینو په حواله ویلي چې کرج ښار ته څېرمه د اټومي انرژۍ پر مرکز برید د یوې وړې بې پیلوټه الوتکې په واسطه شوی دی خو دا چې دا برید چا کړی دی تر اوسه یې په اړه هیڅ جزیات نه دي ورکړل شوي. د ویلو ده چې پرون ایراني رسنیو راپور ورکړ چې په دغه هېواد کې د یوې اټومي بټۍ دننه اورلګېدنه او ورانی رامنځته شوی دی. ایران چې تل یې د ورته پېښو مسوول اسراییل بللی، تازه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.
































