د پاکستان د بلوچستان په سبي سیمه کې وسله والو کسانو په یوه برید کې پنځه پاکستاني عسکر وژلي دي. د پاکستان پوځ عامه په یوه اعلاميه کې ويلي چې، د سبي په سنګن سیمه کې وسله والو پر ګزمه کوونکو عسکرو برید کړی چې په نښته کې پنځه سرتېري وژل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې وژل شوي درې سرتېري د خیبر پښتونخوا او دوه د پنجاب صوبې اوسېدونکي دي. د یادونې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو څو ځله بریدونه شوي دي.



































