سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 27, 2021
in پوهنتون
0
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په ۱۳۹۲ کال کې یې پر فعالیت پیل وکړ. د اهل بیت د لوړو زده کړو موسسې د رییس ښاغلي سید حبیب الله طاهري په وینا، دوی د پیل پر مهال دوه پوهنځي حقوق او سیاسي علوم او شرعیات درلودل، خو له څه مودې وروسته یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د قابلګۍ پوهنځي جواز هم تر لاسه کړ، چې اوسمهال د دریو پوهنځیو په چوکاټ کې خپلې درسي چارې پر مخ وړي.

ښاغلي طاهري وویل، دوی ټول شاوخوا ۶۰۰ محصلین لري چې په دې ډله کې یې تر ۴۰ سلنې پورې ښځینه محصلینې دي او پاتې نور یې نارینه محصلین جوړوي، چې د اهل بیت د لوړو زده کړو موسسې په دریو بېلو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ښاغلي سید حبیب طاهري زیاته کړه، دوی تر دې دمه د اهل بیت له لوړو زده کړو موسسې څخه په څلورو دورو کې تر ۴۰۰ پورې محصلین فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د اهل بیت د لوړو زده کړو موسسې رییس همدا راز وویل، دوی هر کال له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده کړو اسانتیاوې ورته برابروي.

د ښاغلي طاهري په خبره، دوی په ټوله کې د ښځینه محصلینو لپاره په خپل سمیستروار فیس کې تر شل سلنې پورې تخفیف وړاندې کوي.

ښاغلي سید حبیب طاهري همدا راز زیاته کړه چې دوی د اهل بیت د لوړو زده کړو په موسسه کې په دوو درسي ټایمونو کې خپل محصلین د زده کړو لپاره را غواړي، چې یوه یې سهارنۍ دوره ده چې د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو دوام کوي او بله یې ماښامنۍ دوره ده چې د ماذیګر له څلور نیمو د ماخوستن تر اته نیمو بجو پورې دوام کوي.

د ښاغلي طاهري په خبره، دوی د اهل بیت د لوړو زده کړو په موسسه کې مجهز کتابتون لري، چې تر ۳۰۰۰ جلده پورې مختلف تخصصي او مهم کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي وخت ناوخت ورته مراجعه وکړي او خپل د اړتیا وړ مالومات ترې تر لاسه کړي.

ښاغلی حبیب الله طاهري زیاتوي چې دوی په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له ډېرو خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره نېکې اکاډمیکې اړیکې لري، چې پر بنسټ یې یو له بل سره علمي تجربې او لاسته راوړنې شریکوي او همدا راز له هېواده د باندې بهرنیو پوهنتونونو ته خپل محصلین د لوړو زده کړو لپاره استوي.

ښاغلي طاهري په خپلو خبرو کې وویل، دوی د اهل بیت د لوړو زده کړو په موسسه کې تر ډېره حده د ماسټرۍ او دکتورا تر کچې د لوړو زده کړو لرونکي استادان لري، چې تر ۳۰ سلنې یې ښځینه استادانې او پاتې نور یې نارینه استادان تشکیلوي.

ښاغلي حبیب الله طاهري همدا راز وویل چې دوی تر دې دمه خپلو ټولو فارغ شوو محصلینو ته په لوړو زده کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي اسناد ورکړي دي، څو یې له حقوقو او امتیازاتو ګټه واخلي.

د ښاغلي طاهري په وینا، دوی د محصلینو د علمي سویې د لوړاوي په موخه ځینې امکانات لکه مجهز کتابتون، لابراتوار، د موسسې لپاره خصوصي ودانۍ، مجرب استادان او داسې نور لري.

ښاغلی طاهري وايي چې دوی د موسسې د پرمختګ او بډاینې لپاره ځينې پلانونه له ځان سره لري چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې به عملي شي. د نوموړي په خبره، د نورو پوهنځیو زیاتول، د پوهنتون کچې ته د موسسې ارتقاع، د موسسې لپاره نوې او لویه ودانۍ هغه پروګرامونه دي چې دوی یې په راتلونکي کې د عملي کولو هوډ لري.

ښاغلي حبیب الله طاهري په خپلو خبرو کې وویل، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده کړو وزارت څخه ځينې غوښتنې لري. د نوموړي په وینا، په نورو هېوادونو کې د علمي مرکزونو برېښنا هېڅ لګښت نه لري او دولت ترې پيسې نه اخلي، خو په افغانستان کې نه یوازې دا چې د برېښنا لګښت باید تحویل کړل شي، پر دې سربېره مالیات لوړ دي، خصوصي علمي مرکزونو ته اړتیا پوره کوونکې اسانتیاوې نشته، همدارنګه د هېوادوالو فقر او غریبي د دې لامل شوې څو ډېری ځوانان له لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې شي، د نوموړي په خبره، د یادو ډېری ستونزو حللاره له دولت او لوړو زده کړو وزارت سره ده چې باید په یاده برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لا ډېره پاملرنه وکړي او د ستونزو د حل په برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

 

Previous Post

د جګړې شدت؛ حکومت او طالبانو ته څه پکار دي؟

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
فجرستان د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

فجرستان د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 20, 2021
Next Post
بایډن: ځواکونه وباسو، افغانان دې د راتلونکي په تړاو په خپله پرېکړه وکړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

فبروري 7, 2021

وانګ يي د بې پيلوټه بالون پېښې په هکله امريکا ته د چين دريځ بيان کړ

فبروري 19, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved