د ولسمشر لومړی مرستیال وایي امریکا ته د حکومتي پلاوي وروستی سفر له لاس ته راوړنو ډک و. امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي چې امریکا پر خپلو ژمنو ولاړه ده او بایډن ټینګار کړی چې دی د افغانانو د ملګري په توګه په سپينه ماڼۍ کې شته دی. امرالله صالح وایي چې د افغانستان د دوستانو له ډلې سره یې د دروازو تر شا اوږدې خبرې لرلې دي او دوی ټینګار کړی دی چې د امریکايي حکومت په بېلو برخو کې به د افغانستان لپاره د مرستو او ملاتړ د جذب په برخه کې کار کوي. صالح وايي چې دوی خپل سفر په موخو کې بریالي وو او په وینا یې د اړیکو په نوي فصل کې د امریکا او افغانستان ترمنځ لا ډېرې همکارۍ ته هیلې شته دي. تر دې وړاندې ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې ویلي وو چې سفر یې بریالی و او په خپلو موخو کې بریالي وو.



































